Best Pashto poetry New Pashto poetry with pictures and images

 Best ghazal and poetry in Pashto with pictures and photo



تماشه

غړپ د چای یا غړپ د یخو اوبو نه دی

چې ارام ارام یې تېر کړې له مرۍ نه

نه دې خوله شې پرې ترخه نه ستونی سوځي

نه دې زړه در توروي له زندګۍ نه

خوب خو نه دی چې راویښ شې ترې ارام شې

سترګې وغړوې هر څه پر خپل ځای وي

اندامونه دې ټول پاتې سلامت وي

نه قیامت وي نه ددغې دنیا پای وي

غر خو نه دی چې به ځان ترې نه غورځار کړې

چې تر پایه دې وجود ذرې ذرې شي

یوه شیبه کړې درد محسوس او نور قرار شې

د جهان ټولې رشتې درسره پرې شي

نه یخني ده نه تودوخه چې یې تېر کړې

د موسم د ښه کېدو په تمه کېنې

نن که نه وي نو سبا به هر څه سم شي

زړه ډاډه کړې او کرار بېغمه کېنې

تنهایي لکه دیوال پر ځان راتاو کړې

چار چاپېره دې دنیا د باندې پرېږدې

چې ځان نه وینې د ذات په دایره کې

سترګې پټې کړې رڼا د باندې پرېږدې

ځان ته اور ورکړې شیبه وروسته ایرې شې

بیا یو توند توپان راوالوځي تا یوسي

یا ور ودانګې په خپل زړه سمندر ته

چې په رپ کې دې له سترګو پنا یوسي

مګر ژوند خو دا هیڅ هم نه دی بل څه دی

چې له زغم پرته په هېڅ شي نه تېریږي

هومره تریخ چې کلیمو کې نه ځایېږي
هومره ستړی په نشه هم نه هېریږي

ژوند یو جبر دی، یو ظلم دی زغمه یې

نه د تېښتې اجازه شته نه د مړینې

ژوند کټ مټ لکه عذاب چې نازلېږي

ژوند څه بله تماشه ده که یې وینې

همیم جلالزی

__________________***___________________


🌹 دروېـش درانـي 🌹
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
زړۀ مې درد کوي لـه زړۀ ورپسـې ژاړم 
دښمنان چې مې وي مـړۀ ورپسې ژاړم 

ما د یار دغـه غوښتنه هـم پـوره کړه 
نـۀ ئې نـوم اخلـم او نـۀ ورپسـې ژاړم 

بېلتانۀ ئې د هر چا پۀ غـم شریک کړم 
یـار د بـل درومـي او زۀ ورپسـې ژاړم 

چی تر څو مې وي دا زړۀ نو یادوم ئې 
چـې تـر څـو لـرم لـېـمـۀ ورپسـې ژاړم 

مخ او زلفی ئې پۀ یاد راځي دروېشـه
پـۀ رڼـا او پـۀ تیـارۀ ورپسـې ژاړم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔



۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ ۔۔۔ 
یـوه لار ده یـو مـزل دے
خـو انـداز بـدل بـدل دے

څوک به څۀ د چا پکار شي
خپل عمل د لارې مل دے

چې پۀ عشق یم پوهه شوې
لمبه شوې مې ګـوګل دے

که رندان کـه زاهدان دي
هر سړے د غـرض غـل دے

ځان د ځان سره اشنا کـه
دغــه حـســن د ازل دے
 
ستـا خبـرې پکـښـې اورم 
ربـاعـي ده کــه غـزل دے 

هر قدم دې پۀ خیال اخـلـه
 دلته ګام پـۀ ګام مقتـل دے

دا زمـا ‌ خـودي لائــقـــه
د خپل فکر تاج محل دے
________________***________________

Comments

Popular posts from this blog

Poetry New Urdu with pictures||Best ghazal and tea poetry

Best lovely poetry

English POEM DREAM motivation