Best Pashto poetry New Pashto poetry with pictures and images
Best ghazal and poetry in Pashto with pictures and photo تماشه غړپ د چای یا غړپ د یخو اوبو نه دی چې ارام ارام یې تېر کړې له مرۍ نه نه دې خوله شې پرې ترخه نه ستونی سوځي نه دې زړه در توروي له زندګۍ نه خوب خو نه دی چې راویښ شې ترې ارام شې سترګې وغړوې هر څه پر خپل ځای وي اندامونه دې ټول پاتې سلامت وي نه قیامت وي نه ددغې دنیا پای وي غر خو نه دی چې به ځان ترې نه غورځار کړې چې تر پایه دې وجود ذرې ذرې شي یوه شیبه کړې درد محسوس او نور قرار شې د جهان ټولې رشتې درسره پرې شي نه یخني ده نه تودوخه چې یې تېر کړې د موسم د ښه کېدو په تمه کېنې نن که نه وي نو سبا به هر څه سم شي زړه ډاډه کړې او کرار بېغمه کېنې تنهایي لکه دیوال پر ځان راتاو کړې چار چاپېره دې دنیا د باندې پرېږدې چې ځان نه وینې د ذات په دایره کې سترګې پټې کړې رڼا د باندې پرېږدې ځان ته اور ورکړې شیبه وروسته ایرې شې بیا یو توند توپان راوالوځي تا یوسي یا ور ودانګې په خپل زړه سمندر ته چې په رپ کې دې له سترګو پنا یوسي مګر ژوند خو دا هیڅ هم نه دی بل څه دی چې له زغم پرته په هېڅ شي نه تېریږي هومره تریخ چې کلیمو کې نه ځایېږي هومره ستړی په نشه هم...

Comments
Post a Comment