Pashto poetry with images and pictures

 Best poetry in Pashto 



❤️ اســـرار اتـــل ❤️
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 
اوس بـې سـره زنـدګـۍ لـه لاره ګـورم
مـيـنـه ګرانـه شـوه ګـرانـۍ لـه لاره ګـورم

د بې ننګو ښاريه کښې مې کور واخيست
اوس بـه خـامـخـا ټـګـۍ لـه لاره ګـورم

يوه نۀ ده چـې څـادر لـه بـه څنـډ ورکـړم
زۀ بـه کـومـې بـې وسـۍ لـه لاره ګـورم

دوي دې ډېر مزي پۀ دغه غرونو کېږدي
زۀ بـه لـر او بـر ډولـۍ لـه لاره ګـورم

چې پښتو او پښتانـۀ پکښـې راټـول کـړم
يـوې داسـې ورورولـۍ لـه لاره ګـورم

پـښـتـانــۀ بـه پـرې آمـيـن وائـي اتـلـــه
چـې سـاده پـښـتـونـوالـۍ لـه لاره ګـورم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔


----------------------***-----------------------

Comments

Popular posts from this blog

Poetry New Urdu with pictures||Best ghazal and tea poetry

Best lovely poetry

English POEM DREAM motivation